.


د افغانستان جګړه دومره زر له منځه تللی نه شي. د استرالیا د پوځ یوه لوپوړي چارواکي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د افغان جګړې د حل لپاره هڅې روانې دي خو لا هم تر هغه ځایه ډېره لار ده، چې دغه جګړه به هلته پای ته رسېږي. د مارشال مېل هوپفېلډ په خبره طالبان په افغانستان کې خپل نظامي هدفونه لري تر څنګ یې سیاسي اهداف هم تعقیبوي. هغه وايي سره له دې چې په افغانستان کې د سولې هڅې روانې دي خو په دغه هېواد کې جګړه لا شدیده ده او وضعیت کړکېچن دی. د مېل په وینا بهرني ځواکونه د افغان ځواکونو د تجهیز او ملاتړ هڅه کوي خو سره له دې هم داسې نه ښکاري چې دا روانه جګړه دې دومره ژر ختمه شي. هغه وایي دوی په هوایي او ځمکنیو عملیاتو کې افغان ځواکونو ته روزنه ورکوي. استرالیا د ناټو ماموریت په چوکاټ کې نږدې ۳۰۰ عسکر لري. له دې ډلې ۲۰ یې افغان هوايي ځواکونو ته د بلک هاک د کارولو روزنه ورکوي.

اضافه کردن نظر


کد امنیتی
تغییر کد امنیتی