.

 

امریکا نهه کسان له طالبانو سره د اړیکو او په ځانمرگو بریدونو کې د ښکېلتیا په تور د نړیوالو ترهگرو په تور لېست کې شامل کړي دي. د امریکا د خزانې وزارت د سه شنبې په ورځ پر اتو کسانو له طالبانو سره د اړیکو په تور بندیزونه لگولي دي، په دغو کسانو کې څلور افغانان، دوه پاکستانیان او دوه ایرانیان هم شامل دي. 

د امریکا د خزانې وزیر سټیو منچن پر ایران له طالبانو د ملاتړ او مالي مرستو تور لگولې او وایي، ایران طالبانو ته د ترهگرۍ لپاره پوځي روزنې، مالي مرستې او وسلې ورکوي. د امریکا د خزانې وزارت وایي چې د هغو کسانو په نښه کولو ته به ادامه ورکړي چې د طالبانو ملاتړ کوي او د سولې پروسې ته تاوان رسوي.

سعودي عربستان هم تر امریکا وروسته د وسله والو طالبانو څو ملاتړي د ترهګرو او بندیزونو په لېست کې شامل کړي دي. د راپورونو له مخې د سعودي عربستان استخباراتي ادارې او نظامي ارګانونو پرېکړه کړې چې د ایرانیانو په ګډون د وسله والو طالبانو ۹ کسه ملاتړي د ترهګرو او بندیزونو په لېست کې شامل کړي. د سعودي عربستان حکومت اعلان کړی دی چې دوی د یادو کسانو تر څنګ د ایران سپاه پاسداران او ددغه پوځ مشر قاسم سلیماني هم د نړیوالو ترهګرو او بندیزونو په لېست کې شامل کړي دي. 

له دې سره هممهاله دغه کسان د بحرین د شاهي حکومت له لوري هم ترهګر پېژندل شوي دي او د خپلو بندیزونو په لېست کې یې ځای پر ځای کړي دي. په هغو نهو کسانو چې د طالبانو د ملاتړ په تور د بندیزونو په لېست کې ځای پر ځای شوي، محمد ابراهيم اوحدي، اسماعيل رضوي، عبدالله صمد فاروقي، محمد داود مزمل، عبدالرحيم منان، محمد نعيم بارش، عبدالعزيز شاه زماني، صدر ابراهيم او حافظ عبدالمجيد شامل دي.

اضافه کردن نظر


کد امنیتی
تغییر کد امنیتی