.

 

 

 

 

امریکايي چارواکي وایي د افغانستان لپاره د بلک واټر طرحه بازار نه لري. لوړ پوړي امریکایي جنرال جوزف ووټل ویلي امریکا په افغانستان کې ملي ګټې لري او دغه ګټې شخصي کمپنۍ نه شي ساتلی. دده په وینا د اریک پرینس طرحه د افغانستان لپاره کارنده نه ده. دده په خبره دغه طرحه اوس په امریکايي حکومت کې بازار نه لري او څوک به یې پلویتوب و نه کړي. ووټل ویلي امریکا غواړي په افغانستان کې خپلې ګټې د مشروع او ملي پوځیانو پر مټ خوندي کړي. د بلک واټر مشر اریک پرینس د ټرمپ د حکومت له پیله په دې هڅه کې دی چې د افغانستان جګړه خصوصي سکتور ته وسپارل شي. هغه تېره اونۍ په افغانستان کې له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي وو، چې که افغان جګړه ده ته وسپارل شي، نو په شپږو میاشتو کې به ترهګر ختم کړي او دغه هېواد ته به امنیت راولي. افغان ولسمشر هم په یوه وینا کې ددغه کار مخالف کړی دی.

 

اضافه کردن نظر


کد امنیتی
تغییر کد امنیتی