.

 

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې دغه سرتېري کتناکي ایالت ته لېږل کېږي او نوې روزنه به ترلاسه کړي. دغه ۲۰۰ امریکايي عسکرو ۹ میاشتې په افغانستان کې فعالیتونه ترسره کړي دي او د جګړې په ډګر کې یې خپل مهارتونه ازمویلي دي. امریکايي چارواکو تر دې وړاندې اعلان کړی و، چې ښايي لسګونه عسکر یې د ژمي په موسم کې له افغانستان وباسي او په امریکا کې نوې او لا سختې روزنې ورکړي. د سرچینې په خبره دغه عسکر به د جګړې نوي فصل ته تیارېږي او بېرته به افغانستان ته رالېږل کېږي.

اضافه کردن نظر


کد امنیتی
تغییر کد امنیتی