.

 

 

ځینی سرچینو ویلي چې ولسمشر په همدې تړاو له ګلبدین حکمتیار، یونس قانوني، عطامحمد نور، اسماعیل خان، صلاح الدین رباني، استاد سیاف او ځینو نورو کسانو سره لیدلي او مشورې یې ورسره کړې دي.

ولسمشر دا ګام له هغه وروسته اخلي چې د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو سره مخامخ خبرې پیل کړې او ویل کېږي چې نوموړی د دې خبرو په تړاو ولسمشر او د سولې عالي شورا ته معلومات نه ورکوي. دوې ورځې وړاندې د سولې عالي شورا مرستیالې حبیبې سرابي هم ویلي وو چې د افغان سولې پروسه د دوی له واکه وتلې ده. هغې زیاته کړې وه چې د مسکو تر غونډې وروسته دا ورته جوته شوې ده چې دا پروسه د دوی په واک کې نه ده. آغلې سرابي دغه راز ویلي وو چې د ژنیو غونډې ته هم چې د افغان سولې په اړه به خبرې پکې کېږي، د دوی استازي نه دي  وربلل شوي.

د سولې عالي شورا چې کلونه کلونه یې فعالیت کړی، د سولې په برخه کې هېڅ لاسته راوړنه نه لري. له حزب اسلامي سره تر سولې وروسته ګلبدین حکمتیار هم ویلي وو چې له دوی سره په سوله کې د سولې عالي شورا هېڅ رول نه درلود. له بله اړخه د سولې عالي شورا پر مشرانو او اداري مسوولینو د فساد تورونه هم دي. ویل کېږي چې له سولې عالي شورا سره په شوو مرستو کې میلیونونه ډالره فساد هم شوی دی.  د دې شورا د دار الانشاء رييس هم څو ورځې وړاندې له دندې استعفا وکړه، خو لامل یې څرګند نه شو.

له سیاسي مشرانو سره د ولسمشر په خبرو کې دا اندېښنه هم یاده شوې چې که د سولې عالي شورا لغوه کېږي، نو د دې شورا غړي به وزګار پاتې شي چې په دې سره به ولسمشر په راتلونکو ټاکنو کې زیان وکړي. ځینو کسانو ولسمشر ته ویلي چې د سولې عالي شورا له لغوه کولو وروسته دې دغه کسان  د خپلو مشاورینو په توګه وګوماري.

د مسیر معلومات ښيي چې د انجنیر حکمتیار په شمول، ځینو کسانو د سولې عالي شورا د لغوه کولو ملاتړ کړی او د عطامحمد نور په ګډون یې بیا ځینو مخالفت کړی دی. داسې ویل کېږي چې امریکايي چارواکي هم د سولې عالي شورا د کار دوام نه غواړي او غوره ګڼي چې دا شورا لغوه شي.

 

اضافه کردن نظر


کد امنیتی
تغییر کد امنیتی