.

 

له یوې خوا د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له طالبانو او نورو مختلفو ډلو سره د افغان جګړې ختمولو په پار د سولې مذاکراتو پیلولو په موخه په خپل درییم سفر راوتلی دی، بل لور ته د طالبانو پر وړاندې د نړیوالو ځواکونو بریدونه هم پراخ شوي دي. د بلومبرګ ویبپاڼې د یوې مقالې له مخې، په هلمند کې تېره اوونۍ د امریکا په یوه هوایي برید کې د طالبانو د یو مهم غړي وژل کېدل ددې ښکاروندويي کوي چې د دې ډلې پر وړاندې د امریکا فشارونه ډېر شوي دي.

که څه هم په دې وروستیو کې د هوایي بریدونو له امله تر ټولو ډېر ملکیان زیانمن شوي دي خو افغان او امریکایي چارواکو په جلاجلا ډول ویلي چې د طالبانو پر وړاندې یې د هوایي او ځمکنیو عملیاتو زیاتوالی له دې امله دی چې د سولې احتمالي خبرو کې له پیاوړي دریځه ګډون وکړي. دوی وایي چې ښایي د دې ډلې پر وړاندې بریدونه لا پراخ کړي. په ورته وخت کې د چاور ډېری کارپوهان په دې باور دي چې په دې بریدونو کې که د ملکیانو ژوند ته جدي پاملرنه وشي اغېزمن به ثابت شي، ځکه د دوی په وینا که چېرې پر طالبانو پوځي او ډیپلوماټیک فشارونه زیات شي نو ژر به د سولې خبرو ته حاضر شي.

 

اضافه کردن نظر


کد امنیتی
تغییر کد امنیتی