.

 

طالبانو منلې، چې د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې یې د امریکا بې‌پيلوټه الوتکې بريد کې لږ تر لږه شل جنګيالي وژل شوي دي. طالبانو ادعا کړې چې امریکا د داعش وسله والې ډلې په ملاتړ د هغوی جنګيالي په نښه کړي دي. ځايي اوسېدونکي بيا وايي له یوې اونۍ راهيسې د طالبانو او داعش وسله والو تر منځ د خوګياڼو په وزیر تنګي سيمه کې نښتې روانې دي. خو یاد وزارت بيا وايي، چې افغان ځواکونو په خوږياڼيو ولسوالۍ کې دواړه ډلې په نښه کړې او داعش ډلې ته يې هم درنه مرګ ‌ژوبله اړولې. د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید د طالبانو ادعا بې بنسټه بللې او زیاته کړې یې ده، چې په تازه بريدونو کې د طالبانو تر څنګ ګڼ داعشیان هم وژل شوي دي.

اضافه کردن نظر


کد امنیتی
تغییر کد امنیتی