.

 

 

په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر په پنجشیر کې له ځايي خلکو سره د لیدنې پر مهال ویلي په افغانستان کې وضعیت کړکېچن دی نو ښايي دغه جګړه دومره ژر ختمه نه شي. دده په وینا دی پوهېږي چې د افغانستان خلک ډېر دښمنان لري، هر یو یې ددې خلکو د ځپلو هڅه کوي نو ځکه ښايي د افغانستان جګړه کلونه اوږده شي. نوموړي ډاډ ورکړی چې ناټو او امریکا د افغانستان ملاتړ ته ادامه ورکوي او ترهګرو ته به اجازه ور نه کړي چې په دې هېواد کې د پښې ځای پيد کړي. سکاټ مېلر همدا راز د افغان ځواکونو زړورتیا هم ستایلې ده او وایي افغان ځواکونه د ترهګرۍ ضد جګړه کې بریالي دي او د ناټو ځواکونو ملاتړ به ورسره وي.

 

اضافه کردن نظر


کد امنیتی
تغییر کد امنیتی